2025-08-24

بریالي سوو محصلینو ته خبرتیا!

ګرانو محصلینو میرویس نیکه پوهنتون ټولو بریالي سوو، محصلینو ته مبارکي وايي، او په دې ویاړي، چي د هېواد له ګوټ-ګوټه راغلي محصلین ئې پخپل اکاډمیک مرکز کي جذب کړي دي، او تاسو ته خبر درکول کېږي، چي په لاندي لینک کي خپل اي ډي نمبر(ID No) او یا د تذکرې نمبر ووهئ او خپله نتیجه ووینئ!

لینک: https://kankoor.mnu.edu.af/Result.php

یادوني:

۱ـ هغه محصلین چي بریالي سوي دي، اداري کارونو لپاره دي، سر له سبا څخه پوهنتون ته مراجعه وکړي.

۲ـ او هغه محصلین، چي نتیجه ئې نه ده مالومه او یا غیر حاضر وي، متفرقه کانکور ازمویني ته دي راسي.

۳ـ او هغه محصلین، چي لا ئې هم اسناد بشپړه پوهنتون ته نه وي تسلیم کړي، بې نتیجې وي، هیله ده ژر تر ژره خپل اسناد تسلیم کړي.

۴ـ د نوو محصلینو لپاره متفرقه کانکور ازموینه د راتلونکې شنبې په ورځ ماپښین پر (۳) بجې ده.

نوملیکنه جریان لري.

بریالي سوو محصلینو ته خبرتیا!



نور اړوند خبرونه
2025-Dec-06