2025-09-09

د څېړني اساسي مفاهيمو اړوند درې ورځنى سيمنار پيل سو.

پرون سې شنبه د سنبلې د مياشتي پر اتلسمه نيټه د ميرويس نيکه پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز له لوري د څيړني د اساسي مفاهيمو تر عنوان لاندي درې ورځنى سيمنار پيل سو چي د ميرويس نيکه پوهنتون رهبرۍ، او د بيلابيلو پوهنځيو کادري استادانو ګډون پکښي کړى وو.

په ياد سيمنار کي، ډاکټر عنايت الله عمري او پوهنيار مسعود احمد محمدي د همدې سيمنار د ټرينرانو په حيث د څېړني پر اساسي مفاهيمو رڼا واچول.

د يادوني وړ ده، چي دا سيمينار به (٣) ورځي په برکي ونيسي او د ميرويس نيکه پوهنتون د کادري استادانو او غړو د څېړنيزو مفاهيمو په پوهه کي به د پام وړ مثبت بدلون راولي.

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

ورځ: چهارشنبه

نېټه:۱۴۰۴/٦/١۹

د څېړني اساسي مفاهيمو اړوند درې ورځنى سيمنار پيل سو.



نور اړوند خبرونه
2025-Dec-06