2025-09-11

د څېړني اساسي مفاهيمو اړوند درې ورځنى سيمنار پای ته ور رسیدئ.

نن پنجشنبه د ميرويس نيکه پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز له لوري د څيړني د اساسي مفاهيمو تر عنوان لاندي جوړ سوي درې ورځنى سيمنار پای ته ورسیدئ، چي د ميرويس نيکه پوهنتون رهبرۍ، او د بيلابيلو پوهنځيو کادري استادانو ګډون پکښي کړى وو.

په ياد سيمنار کي، ډاکټر عنايت الله محمدي او مسعود احمد محمدي د همدې سيمنار

ټرينرانو ول؛ چي د څېړني د اساسي مفاهيمو په اړه ئې تفصیلي علمي لکچرونه وړاندي کړه.

د يادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم ګڼ شمیر سيمينارونه د ميرويس نيکه پوهنتون د کادري استادانو لپاره په لار اچول سوي دي چي د دوی په مهارتونو کي ئې د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی.

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

ورځ: پنجشنبه

د څېړني اساسي مفاهيمو اړوند درې ورځنى سيمنار پای ته ور رسیدئ.



نور اړوند خبرونه
2025-Dec-06